دښاغلي محمد يار ( يارصاحب ) ليکني ته يوه لنډه کتنه !
انجنير سيدعبد القادر انجنير سيدعبد القادر

                                                        ۷ــ ۱۰ ــ ۲۰۱۲

            

 

په تيره اونۍ کي دلراوبرپه  ويب پاڼه  کي مي د ( پروفيسر رباني او ډاکټر نجيب الله ) تر سر خط لاندي يوه   ليکنه ولوستله ۰ داليکنه نه يوازي  ډيره په زړه پوري ، جلبوونکي ،  دتحيور څخه ډکه وه ،  بلکه و  څنګ ته يي د  جنګ ځپلي ولس غوښتني داسي پکښي  انځور سوي وي ، چی سړي فکر کوي چی ( ليکوال ) به دا ليکنه  دخپل ولس سره په يوه ګډه  تفاهمي پراخه غونډه کي ليکلي وي ۰ ځکه په دې  ليکنه کي ليکوال  نه يوازي د مصلحت او محافظه کاري څخه ځان ليري ساتلي  دي  ، بلکه افغان ولس ته په ځانګړي توګه ځوان نسل ته دهغي ښونځي ادرس هم  په لاس ورکړي دي  ، کوم چی په هغه کي دولس سره دميني ،محبت ،  دملي دګټو دساتلو او دپردو سره دمتقابل احترام لوست  ورکول کيږي ۰  ما دا ليکنه دبينوا په ويب پاڼه کي هم  ځکه  وويله  چی ډير څه مي ځني زده او واخيستل ۰ دا ليکنه داسي ترخه واقعيتونه انځوراو بيانوي چی  که ځيني په بشري اواقتصادي جناياتو متهم کسان يي ولولي ۰ شايد په زړه کي يي درحم اوبه تيري او دولس په وړاندي پر خپلو کړونو باندي دپښيماني ږغ پورته او دخلګو څخه د عفوي غوښتنه وکړي ۰  اود چپاول څخه ډکه شتمني بيرته بيت المال ته وسپاري ۰  نه پوهيږم چی د چپاولګرو په  ډله کي به  داسي يو اتل پيدا سي چی ددې ليکني په ويلو سره  پر خپلو کړونو باندي اعتراف او پښيماني وکړي ،  او په رښتينه توګه لاس ولس ته ورکړي ؟  ګرچی په اوسنيو   شرايطو کي دا يو مهال کار ښکاري ۰کيدلايسي ځيني وختونه شرايط داسي کسان هم  رامنځ ته کړي ۰   او افسوس به بيا  پر هغو کسانو باندي وي ،  چی بۍ له مخکنۍ پښيماني څخه دولس دحساب وميز ته دريږي ۰ بايد ووايو چی دملي او نړيوالو شرايطو په نظرکي نيولو سره  دداسي حسابونو ورکول دامکان څخه ليري نه ښکاري ۰ چی ښه مثال يي دولس په زور  په مصر کي د ګوډاګي رژيم نسکورول او يو په بل پسي دهغو ي محکمه کول او هم د  مصر څخه وبهر ته  د ځينو واکمنو په زريعه د هغه تللي ملي سرمايي دبيرته راستنيدوپه هکله  تددبيرونه او پريکړي دي چی نن يي د  مصر نوي واکمن دولت تر سره کوي ۰   اوهم دارنګه  دافغانستان داشغال په وړاندي  اوسني ولسي تنفر او  مقاومت  ددرو لسيزو د جګړو چور او چپاولګرانودمحکمي  له پاره  کرار کرار داسي  زمينه  مساعده وي چی داشغال تر ماتي وروسته به  دراتلوونکي دولت دنورو لومړنيو دندو  تر څنګ به يي دهغوي سره دعدالت پر ميزد حساب کول  هم ستره دنده  وي ۰     

د يار صاحب دليکني اصلي برخه  دتعليم تربيي د پوهنتون دنامه دبدلون په هکله وه ،   ده  هر څه په  دې  ليکنه کي دواقعيتونو په نظر کي نيولو سره  په ډير وضاحت ليکلي دي ۰ خو ماته يو څو کاله مخکي  د پولي تخنيک د  انستیتوت  يوه پخواني استاد داسي ويلي وه ،  چی  دډاکټر نجيب الله تر حاکميت وروسته کوم وخت چی جهادي تنظيمونو حاکميت په لاس کي واخيست ،  اوددولتي ادارو دسامان الاتو د چور او چپاول لړۍ  شروع سول ،  نو پولي تخنيک ته هم څو جهادي مسلح قومندانان راغلل او موږ ته يي داسي وويل : چی په ارګ کي رباني صاحب جلسه لري ، دپولي تخنيک ددفترونو قاليني بايد موږ هلته  يوسو، خو موږ ددې کار اجازه نه ورکوله،  او  ورته وموو يل: دعلمي موسسي سره داسي چلند زموږ دقبول وړ نه دي ۰ موږ هيڅ فکر نه کوو چی لوړ چارواکي دې داسي عمل وکړي ۰ ولاړ سي  موږته  دلوړو چارواکو يو امر راوړي ۰ نيم ساعت وروسته د امضآ سره يو ځاي چی  دنظار دشورا ټاپه هم پر لګيدلي وه ،  يو   کاغذ يي راوړي ،  او بيايي نو دپولي تخنيک ددفترونو او دپولي تخنيک دلويي مسجد  جامع ټوله قيمتي قاليني په موټر کي واچولي او يويي وړي ، دا درباني دحاکميت دوران وو ۰په داسي حال کي دتعليم اوتربيي اوسني پوهنتون  دنوم ايښوني پر سر ددولتي زورواکو او پاکو پر وطن مينو  محصلينوتر منځ  جنجال رامنځ ته سوي دي  چی يوه ورځ تر بلي دولس دتنفر کاسه دزور واکوو په وړاندي لبريزيدو ته نيژدي کيږي ۰ او  د اپوهنتون د هم دغه پولي تخنيک دانستيتوت او  مسجد جامع نيژدي ګاونډي دي ، کوم چی قيمتي قاليني يي په غلا باندي وړل سوي دي ، نه پوهيږم چی دانو دوياړ او که دخجالت ځاي دي ۰ اوس نو سوال دادي چی ولي افغان زور واکي په داسي کارونو باندي لاسونه پوري کوي ، هدف يي ددې کارونو څخه څه  دي  ؟

ځواب يي ډير ساده او ټول ولس باندي پوهيږي هغه دا چی :  افغان زور واکان  دسالم تعقل څخه ليري او دملي شتمنيو د  چورولو او دهم دغي سرمايي  په زور باندي داسي فکر کوي چی ولس مو غولولي دي ۰  ځکه نو  داسي هلي ځلي کوي ، او غواړي چی په زور باندي دمادي امتيازونو په څیر  معنوي امتيازونه هم دخپلو ځانونو په نصيب کړي ، چی په پايله کي  دځانونو څخه مصنوعي  ملي شخصيتونه جوړ کړي ۰   څووکړايسي چی دملي شتمنيو هغه منقولي  او غير منقولي غلاوي او بشري جنايتونه  دهم دغه معنوي امتيازونو تر سيوري لاندي پټ کړي ۰ اوبيا  ولس او نړيوالو ته وښي چی موږ دغسي ملي شخصيتونه يو ، بايد دهر ډول تعرض څخه ليري وساتل سوو۰ چی دانو په واقعيت کي ( خواب است ، مهال است ، وجنون ) ۰ داليکنه دداسي ورځي سره تصادف سوله چی هغه دافغانستان داشغال ديوولسم تلين سره برابره ده ۰ دا هغه امريکايي استعماري اشغال دي چی دهغه وخت دبوش اداري دملګرو ملتونو دقبول سوي  منشور څخه په ښکاره سر لغړونه ، دخپلو شومو مخو له پاره  افغانستان تر هوايي يرغلي بريد لاندي راوست ۰ او دهغه وخت غربي رسنيو  دا هم ژر په ډاګه کړل چی دبوش اداري شمالي تلوالي ته ۶۰ ميليونه ډالره ورکړل اوکه په ښکاره ډول ووايو حق العبور يي ورکړ ، او افغان وطن  يي بيا داور  سره تبۍ کړي ۰ او دجهاد هغه لوي ږيرور قومندانان چی دشوروي داشغال په وړاندي دسي اي ي او اي ايس اي په لار ښوونه ولس ومقاومت ته هڅوه ، نن بيا دغربي اشغالګروسره  څنګ پرڅنګ ناست دي ، ځکه جيبونه يي په ډالرو ور ډک کړي دي ۰( وايي چی يوچا ديوي ښځي څخه پوښتنه وکړه چی زوي دي څه کار کوي ، هغي  ورته وويل : چی زوي مي ميدان هوايي کي دامريکايانو سره مجاهد دي ) ۰  په رشتيا سره په اوس مهال کي دارګ په دننه او دباندي کي  ټول دامريکايانو سره مجاهد دي ۰ بايد ووايو چی دافغانستان داشغال په وړاندي په  ۲۰۰۱ کال کي ،  

 کوفی عنان د سپتامبر په ۲۴ ، عمومی اسامبلی ته د خپل کلنی راپور د وړاندی کولو په ترڅ کی وویل چه امریکا ته د نویارک د پیښی له کبله رارسیدلی تاوان ، دا حق نه ورکوی چه د تروریزم سره د مقابلی په پلمه په هر عمل لاس پوری کړی . دی د « ای، بی، سی » په یوه تلویزیونی پروګرام کی د یوه امریکایی خبریال « دیان سویر » د یو سوال په ځواب کی وویل : « ... د م ، م مخکنی پریکړه طالبانو دیته اړکوی چه بن لادن م ، م ته تسلیم کړی . که طالبانو دغه غوښتنی ته هرکلی نه وایی تر تعزیراتو لاندی به راشی . اما د سیاسی نظام بدلون د افغانانو کار دی نه د بهرنیو قوتونو » .

دليکني په وروستي برخه کي بايد ووايو چی داستعماري منګولو څخه  ديوه آزاد پتمن او پر مخ تللي افغانستان پر لور ۰                                     

 اخځ : دلراو بر ويب پاڼه ۰                                           تمت باالخير  


 


October 7th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات